زلمی خلیلزاد؛ له افغانستانه وتلی دی

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۱ لړم ، ١٣٩٨ل)

دافغان قضیې دحل لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان او پاکستاني سیاسیونو سره تر لیدو کتو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.

خلیلزاد د روان سفر په تړاو تر اوسه هیڅ نه وایي، نوموړی یواځې دا نه چې رسنیو سره مرکې نه کوي، بلکه په خپله ټوېټر پاڼه هم پټه خوله دی.

ددې سفر په اړه ځینې سیاسیون او امریکایي سفارت یو شمېر جزیات شریک کړي دي.

نږدې درې ورځې وړاندې دحمدالله محب په شمول ځینې سیاسي او نظامي شخصیتونو دخلیلزاد سفر طالبانو سره دبندیانو پر یوې تبادلې را څرخېدونکی وباله.

بلې خوا دامریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد په کابل کې د تاوتریخوالي پرکمیدو ټینګار وکړ ترڅو یوې بشپړې سولې ته لار هواره شي ځکه امریکا له سیاسي لارو د افغان شخړې د پای ته رسیدو غوښتونکې ده.

سفارت دا نه دي ویلي چې خلیلزاد له پرون راهیسې کوم هیواد ته په سفر تللی، خو ځینو رسنیزو سرچینو په ډاګه کړې، خلیلزاد دامهال له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته تللی، خو لا د دغه خبر جزئیات نه دي څرګند شوي.

سرچینې زیاتوي، خلیلزاد د خبرو د پیل لپاره د باور جوړولو په موخه د انس حقاني او څو طالب مشرانو په بدل کې دوو امریکایي استادانو د راخوشې کیدو په هڅه کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button