امریکا؛ ایران د القاعدې وسلوالې ډلې په ملاتړ تورن کړی دی

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۴ لړم ، ١٣٩٨ل)

امریکا ایران تورن کړی چې افغانستان او سوریې ته د القاعدې غړو په لیږد او هغوی ته د مالي امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او په خپله خاوره کې یې د القاعده شبکې یوه ډله ځای پر ځای کړې ده.

سرچینه کاږي سره له دې چې د القاعدې شبکې رهبري له منځه تلې، خو ددغه ډلې یو شمېر پاتې شوني د هند په نیمه وچه ایران، افغانستان او ځينو نورو سیمو کې فعالیت کوي.

امریکا پر ایران غږ کړی چې په اصطلاح د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په دې توګه په سیمه کې د لا ډېرو کشمکشونو سبب نه شي.

د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې لوی کړکېچ رامنځنته شوی چې له امله یې ایران دامریکا له سختو اقتصادي او نظامي بندیزونو سره مخ دی.
ګمان کیږي چې دا تور به هم د دې دواړو هېوادونو تر منځ د روان اختلاف یوه برخه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button