يمن: حوثيانو د سعودي يوه الوتکه نسکوره کړې

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ١٤ لړم ، ١٣٩٨ل)
یمني حوثيانو ادعا کړې چې د هیواد په شمال “صعده” ښار کې يې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو يوه الوتکه رانسکوره ا کړې ده.
“المسیرة” تلویزیون د حوثيانو د پوځي ویاند یحیی په حواله ویلي چې د یمن په شمال د “صعده” ښار “سوخ” نومې سیمه کې يې د سعودي عربستان يوه الوتکه ویشتلې ده.
د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه پورې ددې پیښې په اړه غبرګون نه دی ښکاره کړی.



