کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
عراق: د هغو کسانو د نیولو امر شوی چې د لاریون کوونکو تيتولو لپاره یې ډزې کړي
د عراقي ځواکونو قوماندان د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د هغو ځواکونو د نیولو امر صادر شوی، چې بغداد د لاریون کوونکو د تيتولو لپاره په هوا کې ډزې کړي.
د چهارشنبې په سهار، عراقي امنیتي ځواکونو په بغداد کې په هوا کې ډزې وکړې، چیرې چې لاریون کوونکي راټول شوي وو. د عينې شاهدانو په په وينا چې په دې ډزو کې څلور کسان وژل شوي او په لسګونو نو ټپيان شوي دي.
جنرال قیس المسعودي اعلان وکړ چې د لاریون کوونکو پروړاندې د اوښکې بهونکي ګاز یو ډول ودرید، دغه راز نوموړي وويل چې چې 95٪ لاریون کونکي سوله ييز دي.


















