غورځنګ
احمدشاه ابدالي تقريباً ټول دولس سفرونه تر سره کړي دي چې دوه يې د اېران په لوري يو يې د بلوچستان او سند په لوري او پاتې نهه يې د هندوستان په لوري تر سره کړي دي، د هغه وخت سندي بزرګ او لوی عالم شخصيت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله احمد شاه ابدالي رحمه الله ته پيغام ولېږه چې د هندوستان د شبې قارې او نيمې وچې مسلمانان د مرهټيانو، راجپوتانو او سکهانو له ځورونو څخه تنګ راغلي دي نو د هندوستان د مسلمانانو لپاره پر هند لښکر کشي وکړه او له کفارو سره جهاد وکړه تر څو مسلمانان د کفارو له هر ډول ظلم او ستم څخه وژغورل شي.
نو احمدشاه ابدالي هندوستان ته تقريباً نهه سفرونه وکړل چې دا ټول سفرونه د هندوستان د د مسلمانانو د مرستې او کومک لپاره تر سره شوي دي.
لنډه دا چې د نهو جګړه ييزو سفرونو په ترڅ کې احمدشاه بابا د افغانستان نقشه له سيردريا څخه واخله د اېران تر کرمان پورې او بيا د عربو تر بحيرې پورې او ختيځ لور ته تر سرهند پورې جوړه کړه او په دې ټولو سيمو کې يې خپل فرمان جاري کړ، د هندوستان زیاتره برخه د ابدالي تر لاس لاندې وه، په هندوستان کې چې کوم مسلمانان د مغولي واکمنۍ تر زوال وروسته د کفارو تر ظلم او ستم لاندې وو، ازادانه يې خپل ژوند د اسلام په چوکاټ کې پيل کړ، کله به چې احمد شاه بابا هندوستان ته د جګړې او غزا لپاره د تګ اراده وکړه نو د هندوستان مسلمانانو به ورته هرکلی وايه او د جګړې په ډګر کې به يې د ابدالي رحمه الله پوره پوره مرسته کوله.
لنډه دا چې د ابدالي رحمه الله او د ده د زوی د واکمنۍ په زمانه کې چې تقريباً ۴۶ کاله کېږي، په هندوستان کې چا هم د بابا له امر څخه د سرغړونې جرأت نشوای کولی او ټول هندوستان د ابدالي تر واکمنۍ او امر لاندې وو.
په هندوستان کې هيڅ کوم خپلواک نظام او واکمني نه وه بلکې نږدې ټول هندوستان د بابا په واک او اختيار کې وو.
خو اوس بيا خبره برعکس ده، د بابا افغانستان نومی هېواد د غلامو لمسيانو په لاسونو باندې په وړو وړو ټوټو باندې ووېشل شو، کله چې پر هندوستان باندې انګرېزانو حمله او يرغل وکړ نو افغانستان يې ته يې د بفر يا حائل نوم ورکړ. او دا د دې لپاره چې په دغه وخت کې فرانسوي ناپېليون د هندوستان د نيولو اراده کړې وه، او همداشان تزاري روسيې هم هندوستان ته سترګې پټې کړې وې، نو برتانويانو داسې پلان جوړ کړی وو چې که چېرته فرانسويان او روسان پر هندوستان باندې د افغانستان له لارې حمله کوي نو انګرېزان به يې په افغانستان کې مخه نيسي.
نو په همدې بنياد يې د احمدشاه ابدالي راپاتې شوی لوی افغانستان په څو برخو ووېشه، لومړی يې ورڅخه د هندوستان سيمې خپلواکې کړې او بيا يې د افغانستان هغه طبيعي نقشه هم په ټوټو ووېشله، کومه چې له اباسين څخه د امو تر سينده پورې وه.
بيا يې د يوه بل تړون په ترڅ کې د پنجده سيمه روسانو ته ترې وسپارله.
نو کوم افغانستان چې له ابدالي څخه راپاتې وو؛ اوس يې نقشه بلکل بدله ده او په څو برخو وېشل شوی دی، د دې وېش سربېره يې هم يرغلګر په ارام نه پرېږدي، له برتانويانو څخه وروسته پرې روسانو د خپلو ګټو په خاطر حمله وکړه او دا دی اوس پرې امریکا نړيوال اشر کړی او يرغل يې پرې راوړی دی، تقريباً ۵۴ هېوادونو پرې حمله کړې ده خو اوس يې هم لا زړه پرې نه دی سوړ.
مګر د احمدشاه ابدالي يرغمل هندوستان اوس ازاد او خپلواک دی، د مسلمانانو په خلاف په فرهنګي او نظامي جګړه کې د صليبيانو ملاتړ کوي او په ډېره سپين سترګۍ سره د افغانانو په خلاف هر ډول هڅې کوي، افغانانو ته خپل کفري فرهنګ لېږدوي او افغانان د ګاونډيو په خلاف کاروي.
لنډّه دا چې د احمدشاه ابدالي رحمه الله يرغمل هندوستان اوس خپلواک او ازاد دی، خو خپل هېواد يې د امریکايانو له لاسه کړېږي او هغه افغانان چې د هندوستان د مسلمانانو مرستې ته به يې د غزا په پار وردانګل او د کفارو له ظلم او وحشت څخه به يې خلاصول خو اوس پخپله د امريکا په وحشت او ظلمونو کې راګير دی.
اوس چې د احمدشاه ابدالي رحمه الله په خلاف کوم فلم هندوان جوړوي. که هر څومره د ابدالي رحمه الله شخصيت پکې تاوان ورسوي او نړۍ ته يې که په هر ډول معرفي کړي نو معرفي کولی يې شي ځکه چې د ابدالي ملت امریکايانو يرغمل کړی او امریکايانو زندۍ کړی دی نو له هيچا هم د خپلو حقوقو پوښتنه نشي کولی.