د پانې پت جګړه او د بابا رحمه الله ستره سوبه!!

انحنیر عمیر ویاړ
کله چې د هندوستان په ساره او اوږده کې د مغولو واکمني پای ته ورسېده نو ورسره سم د هندوستان کفري قومونو، لکه مرهټيان، سکهان، راجپوتان او جټان سره متحد شول او د خپلې واکمنۍ خيالات يې په ذهن کې راوستل، له دې سره سم يې د هندو په خپرو ورو سيمو کې په پاڅونو پيل وکړ او ځايي مسلمانان يې تر سختو تهديدونو او ظلمونو لاندې ونيول، په دې وخت کې احمدشاه ابدالي هم د يوې جرګې په ترڅ کې په کندهار کې واک ته رسېدلی و، نو دا چې له دې وخته په وړاندې زمانو کې هم افغانانو پر هندوستان باندې يرغلونه او حملې کړې وې تر څو پورې د دغې سيمې خلک اسلام ته داخل کړي. د بېلګې په ډول سلطان محمود غزنوي، سلطان شهاب الدين غوري چې په محمد بن سام شنسباني باندې مشهور و او نور د يادولو وړ دي.
احمدشاه بابا چې کله خپله اداره جوړه کړه او مرکزي حکومت يې ټینګ کړ ډېر ژر په اسیا کې ترټولو لوی اسلامي پاچاهانو څخه وشمېرل شو، همدا مهال د هندي مسلمانانو مشر شاه ولي الله دهلوي او د هند روښنفکرانو لخوا احمدشاه بابا ته عریضه ولېږله چې هندوان او مرهټیان په هند کې مسلمانانو پر ناحقه وژني اسلامي مقدساتو ته په سپکه سترګه ګوري اود مسلمانانو پر مال او ناموس تیری کوي احمد شاه بابا ددغه خبر په اورېدلو سره ټکان وخوړاو د یو مسلمان پاچا په توګه يې د مرهټیانواو هندوانو د ظلم څخه د مسلمانانو د ژغورنې لپاره د هند په لوري خپل سفرونه پيل کړل، چې تقريباً د هندوستان سيمې ته بابا نهه سفرونه کړي دي، په نهو سفرونو کې يې که څه هم د هندوستان کفري طاقتونه مات کړي دي خو تر ټولو مشهوره جګړه يې د پاني پت د ډګر جګړه ده چې د بابا په اووم سفر حسابېږي. کله چې احمدشاه ابدالي په تېرو شپږو سفرونو کې مرهټيان او نور کفري قومونه ارام کړل او مسلمانان يې د دوی له شر څخه په امن کړل نو يې بېرته کندهار ته مخه کړه، خو ډېر ژر بېرته د هند لوري ته پر جګړه ييز سفر مجبور شو، په ۱۷۶۰ ميلادي کال د مرهټيانو مشر سنديا د هند ځينې سيمې په خپله ولکه کې واخيستې او د هند دوه لوی قومونه راجپوتان او جټان له خپل ځان سره يو ځای کړ او يو لوی لښکر يې ورڅخه جوړ کړ، يو بل هندوستانی قومندان چې له دې مخکې د احمدشاه ابدالي رحمه الله تابع و، خو دا ځل يې له خپلو قواوو سره د سنديا مرهټي ملاتړ ته ورودانګل، په دې وخت کې د احمد شاه ابدالي زوی شهزاده تيمور او د افغانستان د قواوو لوی سپه سالار سردار جهان خان پېښورته شاتګ ته اړ شول، دغه وخت نو بابا رحمه الله هم له کندهاره روان شوی او د بولان له لارې سند ته ورسېده، له پېښور څخه يې زوی او سردار جهان خان هم ورورسېدل، له احمدشاه بابا سره په دغه وخت کې ټول ۶۰۰۰۰ تنه وو، نو د پنجاب په لوري يې حرکت پيل کړ، لنډه دا چې احمدشاه ابدالي په دې وخت کې له درېوو قواوو سره مخ شو، يوه يې د د سنيا په مشرۍ د ډهلي د لارې په اوږدو کې، دويمه يې د ادينه بېګ په مشرۍ په هولګر نومې سيمه کې او دريمه قوه يې د جنګورا په مشرۍ وه. احمدشاه ابدالي له درېواړو قواوو سره جګړې وکړې او مات يې کړل، خو دغه درېواړه قوې يو ځل بيا سره يو ځای شوې او شمېر يې تقريباً ۳ لکو ته رسېده، چې مشر يې بالاباجي نومېده نو د پاني پت پر ډګر يوه لويه معرکه ونښته، که څه هم مرهټيان، سکهان، راجپوتان او جټان په لومړي سر کې خپل شمېر ته مغرور وو او دا يې يقين وو چې جګړه به ګټي خو په دې نه وو خبر چې مقابل لوی يې په ايماني ځواک سمبال دی.
لنډه دا چې جګړه ونښته او د ابدالي لښکر د تکبير په غږونو جګړه بدرګه کوله، جګړه چې سهار پيل شوه څو ورځې يې دوام وکړ چې په پای کې ټولو کفري قواوو ماتې وخوړه، کله چې افغانان پوځيان د ابدالي رحمه الله په مخکې په وياړ سره تېرېدل نو له هر يوه پوځي سره د درېوو هندي پوځيانو خولۍ وې نو له دې څخه معلومېده چې تقريباً يو لک او اتيار زره هندي پوځيان وژل شوي وو او ډېر زیات شمېر نور ټپيان وو.
دې جګړې ته مرهټيانو او نورو هندوانو د خپلې عقيدې پر اساس تقريباً دوه لکه غوايي راوستلي وو، چې ټول بابا ورڅخه غنيمت کړل، نور ۵۰۰۰۰ زره اسونه، ۵۰۰ فيلان، ۴۰۰۰ اوښان يې هم ورڅخه د غنيمت په توګه ونيول، د مرهټيانو او نورو هندوانو له جملې څخه يې د جګړې په ډګر کې دوه ويشت زره تنه بنديان ورڅخه ونيول.
له دې وروسته د احمدشاه ابدالي د واکمنۍ تر پايه پورې بيا په هندوستان کې چا سر اوچت نه کړ او ان لا تر اوسه پورې هم هندوان د افغانانو له نوم څخه وېرېږي .
يعنې هندوان که هر څومره ستر طاقت شي نو افغانانو ته هيڅ نه ښکاري. افغانانو د بابا له وخته داسې تصور جوړ کړی چې هندوان بلکل د جګړې تاب نه لري.



