کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان د پخواني لومړی وزير او مسلم ليک “ن” د ګوند د مشر نوازشريف کورنۍ او د هغه ډاکترانو ویلي هيله مند دي چې نواز شریف به د لا ښې درملنې په موخه لندن ته ولېږل شي.
څو ورځې مخکې يوې محکمې د نوازشريف د خراب روغتيايي وضعيت له کبله د هغه ضمانت ومانه اوله زندان څخه خوشي شو.
د پاکستاني رسنيو په قول ۶۹ کلن شریف چې درې ځله د پاکستان لومړی وزير پاتې شوی، اوس مهال د دومداره شکر، د زړه او وينې په ناروغيو اخته دی.
شريف چې د محکمې له خوا يې د ضمانت ترمنل کېدو مخکې په زندان کې د قيد اووه کلنه دوره تېروله.
هغه د اداري فساد په تور د محکمې له خوا په اووه کاله زندان محکوم شوی و.
د نوازشريف لور “مريم نواز” چې د هغه سياسي ځای ناستې هم ده، په لاهور کې يې يوې خبري ناستې ته وويل چې نواز شريف په يو بد روغتیایي وضعيت کې دی، هغه بايد خامخا د نړۍ هر ځای ته چې وي علاج له پاره ولېږل شي.
د شريف ځانګړی ډاکټر عدنان خان ويلي دا چې نواز شریف به کله له پاکستان څخه لندن ته لاړشي د هغه روغتیا پورې تړلې خبره ده.
















