کابل ټکى کام (شنبه، ۱۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
نن سهار له کابل څخه یو شمېر سیاسي شنونکي، د پوهنتونو استادان او د سولې فعالان قطر ته روان شوي تر څو طالب استازو سره له نږدې وګوري.
په دې ډله کې دکابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، استاد یون، نظرمحمدمطمئن، خیرالله شینواری، شفیع اعظم او ځینې نور سیاسي څېړونکي شامل دي.
دوی دخپل سفر په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي؛ خو ځلاند په خپل فیس بک ادرس لیکلي چې هدف یې دسولې په اړه خبرې اترې دي.
ځلاند لیکي《موږ لا قطر ته په لار یو، سولې ته لار د افغان انسان د ژوند او عزت لار ده، سر له سهاره به له طالبانو سره د سولې اړوند خبرې، مجلسونه او ناستې ولرو.
ځلاند زیاتوي، تاسو به له هر پرمختګ خبروو، سوله به راولو ان شا الله!》
بلې خوا یو شمېر حکومت پلوو د یادو اشخاصو په سفر غبرګونونه ښودلي، دوی یې دطالبانو نفوذي ملګري او دهغوی د واحد مسیر لارویان یاد کړي دي.















