هند: سترې محکمې د بابري جومات پرځای د مندر جوړولو حکم صادر کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل)
نن د هندوستان هيواد سترې محکمې د بابري جومات په اړه پرېکړه وکړه او د دغه نړيدلي جومات ځمکه يې هندوانو ته ورکړه، چې هغوی پرې مندر جوړ کړي.
د هند په اترپرديش ښار ايوديا ښار کې د مسلمانانو بابري جومات و، چې د هندوانو له لوري نړول شوی و او اوس د هند سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې پر دغه ځای دې مندر جوړ شي او په بدل دې مسلمانانو ته د جومات لپاره نوره ځمکه ورکړل شي. د فيصلې له مخې به مسلمانانو ته په ياده سيمه کې د جومات جوړولو لپاره پنځه هيکټاره ځمکه ورکول کيږي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، بابري جومات د هندوانو پر خاوره جوړ شوی و او بايد بېرته هندوانو ته وسپارل شي.
هندوان په دې نظر دي چې بابري جومات د دوی د يوه خدای «رام» د پيدا کېدو په ځای کې جوړ شوی دی.
هندي لومړي وزير ننداري مودي له خلکو د نظم مراعت کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د محکمې فيصله دې د قضيې هېڅ لوری د بريا او ناکامۍ په نوم نه تعبیروي.
د بابري جومات پر سر د مسلمانانو او هنداونو ترمنځ شخړه له ډېر وخت راهيسې راروانه وه، چې په ۲۰۱۰ کال کې د هند سترې محکمې ته يووړل شوه، چې دا دی اوس سترې محکمې د هندوانو په ګټه پرېکړه وکړه.


