کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل)
د لاتيني امريکا د “بولیویا” په ګڼو ښارونو کې پولیس له هغو لاريونوالو سره يوځای شوي چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر “ایو مورالیس” د بیا ټاکل کيدو په ضد مظاهرې کوي.
“مورالیس” چې د “بولیویا” لومړنی مشر دی، په مخالفو ګوندونو تور پورې کړی چې له واکه د لېرې کولو لپاره یې پلمې لټوي. خو بل لور ته د دغه هېواد د دفاع وزیر وايي، د پولیسو د سرغړونو د کابو کولو لپاره د پوځیانو د استولو هېڅ پلان نه لري.
د ښاغلي ‘مورالیس’ پر ضد له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې سخت لاريونونه روان دي او مظاهره کوونکي پر نوموړي تور پورې کوي چې د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو په خاطر یې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
خو ښاغلی مورالیس چې په لاتیني امریکا کې تر ټولو ډېر وخت په واک کې پاتې شوی، هر ډول ناسمه کړنه ردوي او له استعفا کولو انکاري کوي.














