دولت جوړونکی ټيم: کمېسیون دې له ځنډ پرته لومړنۍ پايلې اعلان کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل)

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټیم وایي، انتخاباتي کمېسیونونه دې له ځنډ پرته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.

د ياد ټاکنيز ټیم د سیاسي کمېټې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو اعلان کې ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخامخوي.

دولت ساز ټیم له نورو انتخاباتي ټیمونو غوښتنه کړې، چې له غیر مسولانه څرګندونو ډډه وکړي او د ټاکنو په پروسه کې د روڼتیا په هدف دې انتخاباتي کمېسیونونو سره مرسته وکړي.

د دولت جوړونکي ټيم له لوري دا غوښتنه داسط مهال کيږي، چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او ځینو نورو ټيمونو د کمېسيون له لوري د رایو د بیاشمېرنې بهیر سره پریکون کړی او تور يې لګولی چې کمېسيون غير قانوني کړنې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button