کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
د لوګر ولایت مرکز کې يوځل بيا بهرنیو ځواکونو د خپلو ملاتړو حکومتي عسکرو په پوسته هوايي بريد کړی، چې له امله یې ۴ عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بريد په هکله د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ‘شاه پور احمدزي’ اریانا نیوز ته ویلي، بريد تېره شپه ناوخته د لوګر ولایت مرکز ‘پل علم’ ‘خضر’ سيمه کې رامنځته شوی دی.
که څه هم د دې برید په هکله افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو څه نه دي ويلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې ناټو ځواکونه خپل داخلي ملاتړي عسکر په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.


















