(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۱، سه شنبه)
د لوګر چارواکي وايي، چې د دغه ولايت مرکز پل علم مربوط به خضر بازار سيمه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي کاروان سرتيری بريد شوی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ وايي، دغه چاودنه د پل علم خضر بازار ته نږدې د شنګ بيس سره پر امریکايي قطار شوې خو بهرنيانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
ځينې رسنۍ لیکي، چاودنه د سرتيري برید په واسطه ترسره شوې چې بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په ياده چاودنه کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
خو یوې سیمه ييزې امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چاودنه کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو ټانګ يې ويجاړ شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دغه چاودنې په اړه څه نه دي ويلي خو وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، چې تيره شپه د خضر سیمه کې د دولتي ځواکونو پر ټانګ چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې ټانګ ويجاړ او پنځه تنه عسکر پکې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ماسپښين مهال هم طالبانو د دغه ولايت مرکز په خدر سیمه کې د بهرنيو ځواکونو پر بيس توغندي بريد کړی و چې د طالبانو او ځايي سرچينو په وينا بهرنيانو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي و.
د هیواد په بيلابيلو سیمو کې وخت ناوخت د بهرنيو ځواکونو پر پوځي کاروانونو د طالبانو له خوا وسله وال بریدونه او چاودنې کيږي چې بهرنيو پوځيانو ته پکې تلفات اوړي خو بهرنیان د خپلې پاليسۍ له مخې خپل تلفات پټ ساتي او رسنيو ته يې په اړه کره معلومات نه ورکوي.


















