اسرائيلي بريد غزه کې د ‘اسلامي جهاد’ ډلې لوړپوړی پوځي مشر وژلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ لړم،  ۱۳۹۸ل)

اسرائيلي اشغالګرو په توغندويي برید کې د اسلامي جهاد ډلې مهم پوځي قومندان وژلی دی.

د اسلامي جهاد ډلې منلې، چې د ددوی د نظامي څانګې “القدس ډلګۍ” مشر “بهاء ابوالعطاء” او د هغه مېرمن د غزې تړانکې په ختيځ “الشجاعيه” کلي کې وژل شوي دي، يادې ډلې اسرائيلو ته د سختو بريدونو خبرداری ورکړی دی.

په غزه کې د الجزيرې خبريال وايي: فلسطيني جنګياليو له ياد بريد وروسته په اسرائيلي عسکرو دتوغندیو په مټ بریدونه کړي دي.

د فلسطينيانو له ځوابي بریدونو وروسته اسرائيلي اشغالګرو له غزې تړانګې سره ټولې لارې تړلي.

د اسرائيلو د دفاع د وزارت وياند “افيخای ادرعي” په خپل ټويټر ليکلي چې عسکرو او استخباراتو يې په شریکو پوځي عملياتو کې د اسلامي جهاد ډلې لوړ پوړی پوځي قومندان “بهاء ابو العطاء” وژلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button