کابل ټکی کام (سه شنه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
د سرپل ولایت په “بلخاب” ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په نتجه کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۵ تنه مړه اوژوبل شوي.
د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې پېښه وړمه ورځ د “بلخاب” ولسوالۍ اړوند د “شیګي کوتل” سيمه کې له هغه وروسته رامنځته شوه، کله چې یو فلاینکوچ ډوله موټر د سړک د خرابوالي له کبله چپه شو.
د سرپل دوالي دوياند په خبره، په یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۹ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.


















