کابل ټکى کام (جمعه، ۲۴ لړم ، ١٣٩٨ل)
د یکانومیسټ مجله په خپلې تازه ګڼه کي لیکي، نه د افغان سولې د خبرو تحریمول د هیچا په ګټه دي، او نه هم له افغانستانه په خپل سر راوتل د امریکا په ګټه دي.
یاده مجله دخپل مطلب پر دوام لیکي، د بندیانو تبادله دا ښيي چي د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې بېرته شروع کېږي.
یکانومیسټ زیاتوي، امریکا د طالبانو سره پرته له خبرو بل بدیل او آپشن نه لري، که چیرې امریکا پرته له موافقې له افغانستانه راووځي، دا به د امریکا مطلقه ناکامي وي، ځکه جنګ به لا خونړی شي، او د هند او پاکستان تر منځ به نیابتي جنګ زور واخلي.
بلخوا، طالبان هم پرته له خبرو بله چاره نه لري، ځکه هغوی پوهېږي چي په جنګ کې یې نه امریکا او نه دوی ګتلای سي.
همدې لړ کې، د افغانستان د انتخاباتو نتایج لادرکه دي، او ښايي دوهم ځلي انتخابات پسرلي ته پاته سي. دا ځنډ ښايي د سولي سره کومک وکړي.
یکانومیسټ لیکي، اصلي خبره دا ده چي د ټرمپ هیڅ وعده د اعتماد وړ نه ده. له سوریې څخه د امریکايي عسکرو یو دم راایستل دا وښوده چي ښايي هغه په افغاستان کي همدا کار وکړي — البته عواقب به یې فاجعه وزېږوي.
یاده مجله علاوه کوي، دا واقیعت دا ښيي چي افغان حکومت باید هڅه وکړي چي د طالبانو سره یوې معاملې ته ژر تر ژره ورسېږي.


















