کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸)
د امريکا د “کلیفورنیا” د ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله دوه تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د امنیتي کمرو له خوا په اخيستل شويو انځورونو کې ښودل شوي چې یو ځوان زده کوونکی د خپلې بکسې څخه “تمانچه” راباسي او د ښوونځي په ودانۍ کې په خپلو ملګرو ډزې کوي او وروسته ځان وژنه کوي.
ياده پیښه پرون پنجشنبه د “سانتاکلاریتا” ښار په یوه لومړني ښوونځي کې رامنځته شوي.
د يادونې وړ ده چې په امریکا کې وسله وال بريدونه په دا وروستيو کې عادي خبره ګرځيدلې چې ډېری قربانيان يې د ښونځيو زده کوونکي دي.

















