کندهار: بهرنيو ځواکونو په دولتي عسکرو هوايي بريد کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)

دکندهار په ميوند ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د دولتي عسکرو پر پوسته هوايي برید کړی دی.

د کندهار د امنيتي چارواکو په وينا چې دا پېښه د يادې ولسوالۍ په “شلغمي” سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په خبره په دغه هوايي برید کې لږ تر لږه دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې دلوګر ولايت مرکز “پل علم” ته نېږدې د”خضر” په سېمه کې هم د بهرنيو ځواکونو په يو هوایي بريد کې اووتنو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button