ترکیه: S – 400 توغوندي به کاروو؛ نمایش ته مو نه دي اخیستي

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۵ لړم ، ١٣٩٨ل)

ترکیه وایي چې د امریکا له ټینګار سره سره به له روسیې اخیستل شوي توغندي وکاروي ځکه چې دا یې نمایش ته نه دي اخیستي.

د ترکیې ددفاعي صنعت مشر په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له روسیې د نمایش لپاره نه بلکې د کارولو لپاره ایس ۴۰۰ توغندي اخیستي دي.

اسماعیل دیمیر وایي، دوی د خپل هېواد ددفاع او ساتلو مسئوول دي نو له همدې امله یې له روسیې ایس ۴۰۰ توغندي اخیستي دي.

د ترکیې دغه پرېکړه د امریکا له غبرګون سره مخ شوه او په ځلونو واشنګټن له ترکیې غوښتي چې له دغه پرېکړې په شا شي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې دوی د خپل هېواد ګټو ته ژمن دي او دا مسئله هېڅ هېواد ته زیان نه رسوي.

امریکا څو څو ځله ویلي چې ښایي پر ترکیه د ایس ۴۰۰ توغندیو د اخیستو له امله بندیزونه ولګوي.

ترکیې دا توغوندي درې میاشتې وړاندې له روسیې وپېرل چې امریکا پرې توند غبرګون وښود، او د ځینې تړونونو د لغوه کولو ګواښ ورته یې وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button