دنړی د تر ټولو ستر او نېکمرغه شخصيت د ميلاد شريف په مناسبت!!

 

 

 

 

ستا د نبوت د حقانیت په آفتاب ټوله نړۍ شوه رڼا

رب کردګار يې را لېږلی همه جهان ته مهربان راهنما

ستا د زېږون په مهال پړ مخې چې پرېوتل، بُتان د کعبې

شولو روښان همه مکان غرونه ښارونه بیابان او صحرا

غوره مېرمنې خديجې چې کړل محسوس ډېر امتيازي خویونه

فهمُ وخاطر يې اشارې کړې، چې د وموند بې نظير با وفا

تمنا ستا د ملګرتيا په وا ويلا کړه ورقه، زوی د نوفل

چې ستر طوفان د جهالت دې کړي مجبور،  له ګران هېواده جلا

چې دې کړه بله د عرفان شمع،  د نړۍ لر او بر کې

تيارې شوې ختمې را خپره سپينه رڼا شوه هر خوا

د جهل کندو کې پراته با ثقافته هم عادي انسانان

ستا د صحبت له برکته شول نړۍ کې، ډېر بلند وبالا

قتلُ وحشت جبرو شدت زور آزمايي وه په دوامداره توګه

ستا په دعوت شول ټول انسانان له کرامت او خپل مقامَ آګاه

د لوڼو شتون د پېغور وړ ګڼل کېدو، په عربي ديار کې

محروم بې بخته انسانان به يې ګڼلې روم، وجرمن ايتاليا

د ښځو شان اصلي مقام نړۍ ته تا کړو اعلان

پت او عزت يې شو نصيب، هم کرامت په دنيا

تا په رښتيا چې د بشر حقوق کړل واړه عيان

کړل دې بيان په ډېر ښه شان غوره اخلاق او حيا

ښه په حکمت دې کړل دعوت خیر و فلاح ته همګي انسانان

فهم و بيان معقول سياست دې کړ رواج،  هر با وجدان دی ګويا

چې دې لښکر ته اشاره کړه د جهانخوارو بدماشانو خلاف

د استشهاد سمندر کله ډپ کوی شي خاورې او شګې د بيديا

دحقیقت او معرفت ستوري چې هر لوري ته وځلېدل

دا ستر احسان په هر انسان ده ، ستا د مِحنت بر ملا

مخکښان د دې ميدان دي ستا د حسن له بيانَ عاجز شوي

(انور) نو کله شي کولی چې کړي انځور ښکلی تصوير د مخ زيبا

صلی الله عليه واله وسلم

 

 

مربوطه مطالب

Back to top button