ارګ کې دجنسي ځورونو له ادعاوو وروسته د بشري حقونو کمیسیون یوه پیښه مستنده کړې

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۷ لړم ، ١٣٩٨ل)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ارګ کې د جنسي ځورونې د ادعاوو په تړاو د څېړنو په ترڅ کې تر اوسه یوه پېښه مستند شوې ده.

د دغه کمېسیون غړې شبنم صالحي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي، هغه پلاوی چې د ولسمشر د فرمان له مخې د دغو ادعاو د څېړلو په هدف ټاکل شوی و، دې نتیجې ته رسېدلی چې له مطرح شویو ادعاګانو د یوې په اړه یې اسناد موجود دي.

صالحي وویل، ټاکل شوي پلاوي په یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کې د جنسي ځورونې اته نورې قضیې هم مستندې کړي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د کمېشنرې د معلوماتو له مخې، په ټوله کې د جنسي ځورونې له ادعاو، پنځه په ولایتونو او څلور په کابل کې دي.

دا کمیسیون زیاتوي،”موږ ۹ قضیې په درېیو میاشتو کې ترلاسه کړې دي چې موږ بیا دغه ۹ قضیې مستند سازي هم کړې، په ځینو قضیو کې موږ وتوانېدو چې د ثبوت وسایل پیدا کړو خو په ځینو کې نه.”

که څه هم اغلې‎ صالحې په دې اړه ډېر جزئيات نه ورکوي، خو وايي چې مستند شوي موارد د دولتي ادارو په بېلابېلو سطحو کې دي.

شپږ میاشتې مخکې د افغانستان د ولسمشر پخواني امنیتي سلاکار حبیب الله احمدزي ادعا وکړه چې، په ارګ کې ځیني دولتي کارکونکي د فحشا د ترویج لپاره کار کوي.

ارګ دغه ادعا رد کړه خو وروسته یې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ یو پلاوی جوړ کړ، تر څو دغه ادعاوې وڅیړي.

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالانې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه ګام ستايي خو ټینګار کوي چې دغه کمېسیون دې په قضايي ادارو کې هم ددغو دوسیو له څېړنو څارنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button