ننګرهار: خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو د خپلمنځي شخړې له امله نهه تنه وژل وي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ددو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله نهه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دغه پیښه د ننګرهار دخوګیاڼو ولسوالۍ په بداکڅ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې د ورښمین او انور د کورنیو ترمنځ دا نښته شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دده په خبره په پېښه کې نهه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او پولیسو د عاملینو د نیولو لپاره کار پيل کړی دی.
دا چې دغه شخړه د څه پر سر رامنځ ته شوې ده خوګیاڼي یې په اړه تر اوسه جزیات نه دي ورکړي.



