سمنګان: په دوو ترافیکي پیښو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (جمعه، ۳۱ لړم ، ١٣٩٨ل)
سمنګان ولایت کې د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د سمنګانو د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي، چې لومړۍ پېښه تېر ماښام شااوخوا شپږ بجې په دلخکي کوتل سیمه کې شوې.
هغه زیاته کړه، یو ټیلر موټر چې له موټر سایکل سره یې ټکر کړی پکې دوه تنه موټر سایکل سپاره کسان مړه شوي دي.
رحیمي وویل د ایبک ښار په لرغان سیمه کې د یوې بلې ترافیکې پېښې له امله چې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.



