کابل ټکى کام (جمعه، ۳۱ لړم ، ١٣٩٨ل)
د افغان قضیې د حل لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له بنده د لس تنه افغان سرتېرو د خوشې کولو هرکلی کړی دی.
نوموړي ویلي، د طالبانو دا کار وروسته له هغه وشو چې یو شمېر طالب بندیان له بنده خوشې کړل شول او په مقابل کې طالبانو د ښه نیت ښودلو لپاره د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان خوشې کړل.
خلیلزاد زیاته کړې، وروستي اقدامات به تاوتریخوالی را کم کړي او د افغان حکومت، طالبانو، او نورو افغان مشرانو تر منځ به د سیاسي مصالحې پروسه لا ګړندۍ شي.
خلیلزاد ویلي، افغانان تر هرڅه د سولې او امن تږي دي، ټول باید د روان تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مثبت رول ولوبوي.
دا تبادله څو ورځې وړاندې دطالب او امریکایي مرکچیانو دیو معاملې په اساس تر سوه، یاده تبادله کې امریکا دانس حقاني په شمول دوه لوړ پوړي طالب چارواکي، او طالبانو دکابل پوهنتون دوه استادان او لس افغان سرتیري ازاد کړل.


















