کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم مشر عبدالله عبدالله، شکایت کړی چې د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي شوې او دا ځل به د ۲۰۱۴ په څېر په ګډ حکومت راضي نه شي.
د ښاغلي عبدالله له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ډاکټر عبدالله تېر ماښام د ټاکنو په اړه امریکايي سناتورانو: جاني ارنسټ، کرستین ګیلبرنډ، شیلي مورکاپيتو، مایک ترنر، جان کورټس، جیسن سمیت او دغه راز کابل کې د امریکا سفیر جان باس سره کتلي دي.
نوموړي په دې ليدنه سوله مهمه بللې او په دې برخه کې يې د امریکا د هڅو هرکلی یې هم کړی دی. اعلاميه زياتوي: عبدالله همدا راز هیله مندي ښودلې چې د ټاکنو پایلې د خلکو د ارادې له مخې اعلان شي، خو ټینګار یې کړی درغلګر ټیمونه له درغلۍ فایده وړي او په دې برخه کې یې پلاني هڅې پيل کړې دی.
عبدالله داسې مهال امریکايي لوري او سناتورانو ته د ټاکنو په تړاو شکایت کړی دی چې د امریکا ولسمشر او سفیر په دې وروستیو کې د بندیانو د تبادلې او سولې په برخه کې د ولسمشر غني د هڅو ستاینه کړې ده او ښاغلی غني یې امریکا ته ورغوښتی دی.


















