ننګرهار: د تير کال په پرتله د زيتون حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۵، سه شنبه)

د ننګرهار د کانال رياست مسؤولين وايي، چې د تير کال په پرتله سږ کال د زيتونو په حاصلاتو کې دوه برابره زياتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د کانال رئيس پرويز عليشنګي وايي، له تيرو څو کلونو راهيسې د ننګرهار د زيتون باغونو حاصلات کافي اندازه ټيټ شوي و چې په وينا يې سږ کال به يې حاصلات تر پخوا زيات وي.

که څه هم له تيرو شاوخوا پنځو کلونو راهيسې د زيتون حاصلات د درې سوه او شپږ سوه ټنو تر منځ و خو تير کال دغه حاصلات نوي سلنه کم شوي و چې د کانال له باغونو یوازې ۶۰ ټنه حاصلات ټول شوي و.

د کانال د رئيس عليشنګي په وينا، دوی اټکل کوي چې سږ کال به د زيتون حاصلات ۲۰۰ ټنه ته لوړ شي په خبره يې د دغه حاصلاتو د لوړيدو لوی لامل د زيتون بوټو سمه پالنه او سم مديریت دی.

نوموړی زياتوي، د کانال زيتون د اچارو او تېلو تولید لپاره په دوو بيلابيلو وختونو کې ټولوي چې اوس مهال د تېلو تويد لپاره ټول او پروسس لپاره فابريکې ته وړل شوي دي.

د کانال مسؤولین وايي، د نويو او عصرو وسائلو نشتوالی او د حکومت له لوري د کانال ادارې ته نه پاملرنه سترې ننګونې دي.

د فابريکې د مسؤولینو په وينا، د تيلو او اچارو د تولید ماشونه دومره زيات کاريدلي چې له امله يې د زيتون د تيلو زياته برخه ضایع کيږي او په سمه توګه تيل ترې نه شي ترلاسه کيدلای.

د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.