د مجرم پر ځای د مجرم رسوا کوونکی مجرم شو!!

ډاکټر یوسف اکبري
لوستونکي په جریان کې دي چې له څه مودې راهیسې په خبرونو کې د لوګر د ښوونځیو له زده کوونکو سره د لواطت کولو ۵۵۰ پېښو موضوع ګرمه وه، د لوګر دوه مدني فعالانو له یاد شمېر زده کوونکو سره ویډیویي مرکې کړي او ورڅخه یې په دې اړه پوښتنې کړي دي، یادو زده کوونکو په ډاګه ویلي دي چې د ښوونځيو ښوونکي د دوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او لواطت کولو ته يې اړ کړي، د بېلګې په توګه یو زده کوونکی وایي چې ماته ښوونکي وايي: سبا ته دې ازموینه ده که لواطت ته اماده شې! بریالی به یې که نه، نو ناکامېږې! نوموړی زده کوونکی وايي : که ناکامۍ ته ځان ورکړم نو کورنۍ مې جزا راکوي او که د ښوونکي حال افشا کوم نو هم مې د ځان سپکاوی دی او هم د کورنۍ او هم له ښوونکي وېره لرم.
خبرونو کې دا خبره هم راغله چې یو شمیر کورنیو د خپلو اولادونو له لواطت کولو نه چې کله هم خبر شوي، خپل بچی یې وژلي دي، او ځینو نورو له خپلو سیمو کډې بار کړي او له سیمې یې ځانونه پناه کړي دي.
خو فاسد او مفسد حکومت د دې پر ځای چې د پېښو پلټنه وکړي او مجرمین ونیسي، د اعمالو په سزا یې ورسوي، لومړی يې اعلان وکړ چې دا موضوع به وڅېړي که پېښې ثابتې شوې، ښوونکو ته به سزا ورکړي او که ثابتې نه شوې مدني فعالان به خپله سزا وویني، ورپسې بله ورځ مفسد حکومت خبره تغیر کړه او ویې ویل چې دا د ټول لوګر سپکاوی دی، مدني فعالان دې راشي او خپلې ادعاوې دی ثابتې کړي.
په بله ورځ یې خبرې ته نور هم تغیر ورکړ او اعلان یې وکړ چې دا خبره کاملاً درواغ ده او دا د لوګریانو د سپکاوي یوه دسیسه ده، مدني فعالان به دا ثابتوي، که نه نو نیول کیږي به. او جزا به ګوري، مدني فعالان چې کله وپوهېدل چې خبره د حل او پلټنې پر ځای د ستونزو جوړولو خواته روانه ده او اواز یې څوک نه اوري، ښايي ونیول شي او بې ګناه مجازات کړل شي، نو تېره ورځ د اروپايي هیوادونو سفارت ته په لاره وو، تر څو هغوی ته یا پناه یوسي او یا ورڅخه مشوره وغواړي چې له دې فاسد او مفسد حکومت سره کومه لاره غوره کړي؟ نو د ملي امنیت کسانو ورته لار نیولې وه، دواړه یې ونیول او په نا معلوم لوري یې بوتلل چې سرنوشت یې هیچا ته معلوم نه دی.
له دې په زغرده معلومیږي چې دا حکومت اصلاً د زنا، لواطت او نورو جرایمو پلوي دی، نه مخالف او هر څوک چې په هر ډول د دې جرمونو مخالفت کوي او له جرمونو پردې پورته کوي هغه به نیول کیږي او سزا به ویني.
همدا لامل و چې د دوستم او ایشچي موضوع هم په قبر کې دفن کړای شوه، که ایشچي بېچاره هر څومره چیغې ووهلې خو هیچا یې آواز وانه ورېدو او دوستم سرې سترګې ګرځي، همدغه راز په هیواد کې ډېرې سترې جرمي پېښې ترسره کیږي خو حکومت یې په اړه هیڅ نه کوي بلکې پخپله حکومتي خلکو سترو سترو جرمونو ته لاس اچولی دی.
چې لوی مثال يې همدا د لوګر پېښه ده، مدني فعالانو خپله اصلي دنده سرته ورسوله او دغه پېښه يې د ولس پر وړاندې رسنيزه کړه خو د کابل ادارې د امنيت رياست له لوري دغه مدني فعالان ونيول شول او يوه داسې ځای ته يووړل شول چې هيچاته هم نه دي معلوم چې اوس به له کوم ډول برخليک سره مخ وي؟
د دې یواځینی لامل همدا دی چې دا هیواد د مسلمانانو هېواد دی او په دې هیواد کې یوازې د اسلام نظام فِټ نظام دی او همدا نظام کولای شي چی فجائعو او جرایمو ته د پای ټکی کېږدي، که دا غربي وروست نظام څه موده نور هم په دې هېواد کې پاتې شو نو خدای تعالی دې د افغانانو مل شي.



