ايران: که دښمنان مو سرې کرښې له پښو لاندې کړي، له منځه به يې يوسو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

له هغه وروسته چې ايران کې د تيلو له بيو لوړېدو پرضد سختې مظاهرې وشوې او مرګ ژوبله هم پکې رامنځته شوه، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان جنرال حسین سلامي امریکا، انګلستان، اسراییل او سعودي عربستان ته ګواښ وکړ.

نوموړي دې هيوادونو ته ګواښ وکړ چې ” که چیرې زمونږ سرې کرښې ترپښو لاندې کړئ، له منځه به مو یوسو. “

د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان جنرال حسين سلامي په خپله وینا کې پیل شوې مظاهرې د سناریو په توګه یادې کړې.

نوموړي تور ولګاوه، چې دا مظاهرې د امریکا، انګلستان، اسراییل او سعودي عربستان په لمسون او ملاتړ جوړې شوې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button