راپورونه وايي حکومت او امريکا ننګرهار او کنړ کې د داعش د بيا تنظیم پلان لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

له هغه وروسته چې طالبانو افغانستان کې داعشي ملیشو ته د ماتې ورکولو خبر ورکړ اوس ځينې باوري سرچینې وایي چې افغان او امریکایي چارواکي یوځل بیا د دغې ډلې د تنظيم پلان لري.

د سرچينې په خبره نږدې دوه وړاندي د کابل وزيراکبرخان مېنه کې د بهرنيانو یوه پوځي اډه کې افغان او امریکایي چارواکو پټه غونډه کړې، چې د د فاع وزارت ځينې جنرالانو هم په کې برخه اخيستې وه.

غونډه کې د داعش ډلې د بيا تنظيم په لارو چارو غور وشو او د سرچینې په خبره د روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ په سيمه کې له حکومتي ځواکونو سره يو ځای شويو داعشي ملېشو د بيا تننظيم او روزنې هڅې روانې دي.

د خبر په اساس دا داعشیان په ‘شیګل’ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي پخواني قوماندان او د امنيت ملي او داعش اوسنی مهم چارواکي امان الله خان ته سپارل کېږي.

دغه راز ديګل ته انتقالېدونکي داعشيان بیا د چلس سيمي ته رسول کېږي ترڅو د طالبانوپر وړاندي يې جګړې ته چمتو کړي.

سرچینه وایي، مخکې تر دې چې داعشیان په ننګرهار کې ماتې وخوري، د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سيمه کې د ملي امنيت لخوا د « تعليم القرآن والسنة » په نامه مدرسه چي د احمدشاه او سردارولي لخوا چلول کېږي د داعشيانو د تشکيل برابرولو لوی مرکز وو ، دولت دغه مرکز والا ته اسلحې ورکولې او کلک امنيتي تدابير يې نيول شوي وو، چې لا هم په هغه ترتیب چارې مخته وړي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، د حکومت او امريکايانو لخو د داعش ډلې د اکمال راپور ورکول کيږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله داسې راپورونه ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button