کرزی: د خوست په علیشرو کې شوې پیښه بشر ضد جنایت او له دې ملت سره ستر ظلم دی
کابل ټکى کام (شنبه، ۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خوست ولایت په علیشیر ولسوالۍ کې، د بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو وژل کیدل غندلي دي.
پخواني ولسمشر دغه پیښه دردؤنکې پیښه غیر انساني عمل، بشري ضد جنایت او له افغان ولس سره ستر، او نه جبرانېدونکی ظلم بللی دی.
کرزي یو ځل بیا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د بهرنیو ځواکونو هر راز نظامي عملیاتو پر ژر تر ژره بندېدو ټینکار کړی دی.
دا پیښه وړمه شپه په علیشرو ولسوالۍ کې شوې، قرباني شوي ولسي وګړي/وګړې له روغتون څخه له نوي تولد شوي ماشوم سره د کور پر لور روان وو چې د ډرون هدف وګرځېدل.
دې دردمندې پیښې دهیواد په داخل او خارج کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي، منتقدینو دبشري حقونو مدعیان چیلنج کړي، او دایې د دوی پر ټنډې تور داغ یاد کړی دی.



