د بښنې نړيوال سازمان: دايران په لاریونونو کې تر ۱۶۰ زیات کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د بښنې نړیوال سازمان ‘امنیسټي انټرنېشنل’ دعوه کړې چې ایران کې په وروستیو لاریونونو کې د ۱۶۱ کسانو د وژل کېدو خبر تائید شوی دی.خو دې سازمان اندېښنه ښودلې چې د وژل شویو شمېر ښايي تر دې ډېر زیات وي.

ددې لاريونونو پرمهال د وژل شويو په اړه ایراني حکومت تر اوسه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې ایران کې د تېلو د نرخ لوړېډو پر ضد دوه اوونۍ مخکې په ډېرو ښارونو کې پراخ لاريونه پيل شول، چې د حکومت له لوري يې د ځپلو راپورنه ورکړل شوي دي.

Related Articles

Back to top button