کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د طالبانو او امريکا تر منځ روانو خبرو ته نږدې سرچينې وایي چې دواړه لوري د توافقنامې د لاسليک د نيټې په مشخص کولو خبرې کوي.
تېره ورځ د قطر هيواد کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د خبرو د لړۍ لسم پړاو پيل شو، چې نن هم دوام لري. له دې مخکې د امريکايانو او طالبانو ترمنځه نهه پړاوه خبرې ترسره شوې وې او په اصولو کې يوې توافقنامې ته رسيدلي وو؛ خو په سپتمبر مياشت کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د مسودي ترلاسليک لږ وړاندې دا خبرې ځنډول شوې وي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې افغان سفير ملا عبدالسلام ضعيف چې دا مهال په دوحه کې دی او روانې خبرې له نږدې څاري، رسنيو ته ويلي چې اوس خبرې د جګړې په کمولو، د موافقې دلاسليک په نيټې او د ۵۰۰۰ طالب زندانيانو د خلاصون په موضوعاتو راڅرخي.
د يادونې وړ ده چې تراوسه طالب او امريکايي چارواکو په دې تړاو څه نه دې ويلي.


















