سوريه: د اسد رژيم او روسيې بمباریو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام(يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د سوريې او روسيې جنګي الوتکو د ياد هيواد په “ادلب” ولایت کې په ولسي هدفونو هوايي بریدونه ترسره کړي چې په پايله کې يې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، له نن سهار راهیسې ددې ولایت پر بېلابېلو سیمو سختې اوخونړۍ بمبارۍ روانې دي، الوتکو د ادلب په جنوب کې د بلیون ښار پر یوه بازار هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۹ کسان وژل شوي دي.
د روسیې او سوریې الوتکو ددې ولایت په “الباره” او “تلمنس” ښارونو او پر جغاص او ابديتا کلیو بېلري او نور ډول ډول درانه بمونه اورولي چې د مالي زیانونو تر څنګ يې ۱۱ کسان وژلي هم دي.
په دې هوايي بریدونو کې ۴۳ کسان ژوبل شوي چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او ښايي د وژل شویو کسانو په شمېره کې ورسره زياتوالی راشي.



