سرچینې: د ډاکټر غلام فاروق وردګ په مشرۍ ګڼ غړي له حکمتیار سره پریکون اعلانوي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د حزب اسلامي ځینې سرچینې وایي، په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ په مشرۍ د اسلامي حزب یو ګڼ شمیر مخکښ غړي ددغه ګوند له مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار سره خپل پریکون اعلانوي.
سپوږمۍ راډيو وایي، دوی ته د رسیدلو معلوماتو له مخې، ددغه ګوند د رهبري شورا غړو په یوه ناسته کې پریکړه کړې چې راتلونکې جمعه به دغه پریکون په رسمي توګه اعلان کړي .
حکمتیار سره د یاد پریکون لوی لامل د نوموړي خپل سرې پریکړې او اړیکې بلل شوې دي.
په دغه ډله کې په فاروق وردګ سربیره قاضي امین وقاد، عبدالرووف ابراهیمي، جمعه خان همدرد ، اکبر بارکزی، مولوي سرفراز ، مظفرالدین یمین او یو شمیر نور شامل دي.
داپه داسې حال کې ده چې نن ځینې رسنیو دحکمتیار په اړه خبر ورکړی وو چې تیره اوونۍ یې د یو نااعلان شوي سفر په ترڅ کې د طالبانو له سیاسي استازو سره لیده کاته کړي دي.



