
مسلمانې خور ته دحجاب په اړه څو ضروري خبرې.!
ترتيب کوونکی: طلحه لوګری
خورې! حجاب زينت نه دی بلکې د زينت ستر دی
ځينې کمپنۍ او کسان د حجاب داسې جامې واردوي او جوړوي چې په هغه باندې ډول ډول نقشونه او سينګار شوی وي ، د حجاب مقصد د ستر او زينت پټول دي خو دا ډول حجاب په خپل ذات کې يو سينګار او فيشن دی .
د دغو جامو واردونکي، جوړونکي او هغه خويندې چې دا جامې اغوندي بايد دې ته متوجه وي چې دا کار د اسلامي حجاب پر وړاندې يوه فتنه ده.
په اسلامي حجاب کې بايد لاندې شرطونه موجود وي
د حجاب شرطونه:
۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړي.
لقوله سبحانه وتعالی :[ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ]، جلباب همغه درازه جامه ده چه ټول بدن پټوي، نتيجه دا شوه چه شرعي حجاب بايد ټول بدن پټ کړي.
۲- حجاب بايد نازک نه وي.
د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشی کړای تر پردې لاندې ويښتان، جامي او نور د بدن غړي ښکاره شي هغه ته حجاب نشو ويلای.
۳– حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چه د خلکو نظر خپل ځان ته جلب کړي.
د حجاب هدف دا دی چه د ښځې زينت او ښايست پټ کړي نو داسې پرده چه هغه د ښځې زينت ته خلک متوجه او جلبوي حجاب نه بلل کيږی، د قرآنکريم حکم دی (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..) نو بايد حجاب د زينت ساتنه وکړي.
۴- حجاب بايد پراخه وي تنګ نه وي.
ترڅو د بدن لوړې، تيټې برخې او د فتنې ځايونه ښکاره نه شي.
۵- د ښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړلې، چه په نامحرمو يې بوی ولګي ترڅو د خلکو د جلب سبب شي ځکه دا عمل حرام دی او د دې عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ وارد شوي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسې ده، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده (رواه ابوداود).
۶- د ښځې جامې بايد د نر له جامې سره هيڅ مشابهت ونه لري، ځکه چه په جامه کې د ښځې مشابهت له نر سره او د نر مشابهت له ښځی سره حرام دی.
«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ».(ابوداؤد).
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه سړي لعنت فرمائيلی دی چه د ښځو په شان جامې اغوندي او په هغه ښځه چې د نر په شان جامي اغوندي.



