د سالنګ لویه لاره د درنو واورو ورېدو له کبله د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

کابل ټکى کام (جمعه، ۲۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د راپورونو له مخې، د سالنګ لویه لاره د درنو واورو ورېدو له کبله د ټیلري او بار وړونکو موټرو پرمخ د نامعلومې مودې لپاره وتړل شوه.

د سالنګ د مراقبت او څارنې ادارې اجراییه مدیر سمیع الله ولیزاده وویل چې له چهارشنبې ورځې راهیسې په سالنګ کې د واورې ورښت او سخت توپان پیل شوی.

ده زیاته کړه، پر دې لاره د موټرو د ګڼې ګوڼې او د خطر مخنیوي په خاطر دې ادارې وپتېیله چې پر دې لاره به ټیلري موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د سالنګ د مراقبت او څارنې ادارې مشر له نورو موټر چلوونکو هم غوښتي، چې پر دې لاره د تګ راتګ پرمهال له چینونو او نورو تجهیزاتو کار واخلي.

دا لاره وخت ناوخت د سختو اورښتو له امله دا حتمالي خطراتو دمخنیوي په پار تړل کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button