کابل ټکى کام (جمعه، ۲۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو د میدان وردګ په سیداباد ولسوالۍ کې د حکومتي اردو په ټانک د ماین چاودنه کړې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاده چاودنه د بیده کي سیمه کې تر سره شوې، چې په ترڅ کې یې ټانک په بشپړ ډول تخریب، او ۶ عسکر ووژل شول.
همدا راز تېره شپه د همدې ولسوالۍ اړوند ماشین کلا سیمه کې هم په هغو عساکرو وسله وال برید ترسره شو، چې سیمه کې یې د پوستې جوړولو هڅه کوله.
دغه برید کې د حکومتي ځواکونو ۱ ټانک تخریب، خو د مرګ ژوبلي په اړه یې لا تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
وسلوالو طالبانو له څو ورځو راهیسې یو ځل بیا خپلو جګړو ته زور ورکړی چې ګڼ شمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
















