د ګډوالو چارو وزير: سږکال ۵۰۰ زره افغان ګډوال هيواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د کډوالو او بيرته را ستنېدونکو چارو وزارت وایي، روان کال هيواد ته ۴ لکه او ۹۹ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر “سید حیسن عالمي بلخي” نن په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو په مهال وويل، له ټولو هېوادونو نه څلور لکه او ۹۹ زره افغان کډوال بيرته هيواد ته راستانه شوي دي چې څلور لکه او ۶۲ زره یې له ګاونډيو هيوادونو پاکستان، ایران او پاتې نور یې له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې هيواد ته راستانه شوي کډوال ډېری یې سرپناه او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په ډير بد حالت کې وخت تيروي.

ديادونې وړ ده چې څو ورځي وړاندې د کډوالو د نړیوالې ادارې لخوا هم هيواد ته دبيرته راستنو شویو کورنیو د وضعیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ ویلي وو چې راتلونکي کال کې به بېړنیو مرستو ته د افغانانو اړتیا دوه برابره ډېره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button