ډونالډ ټرمپ خپله استيضاح غندلې او نانسي پلوسي يې د ولسواکۍ ضد بللې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله استيضاح غندلې. نوموړي د ولسي جرګې ډیموکراټې مشرې نانسي پلوسي ته له غوسې ډک لیک کې خپله پېښېدونکې استیضاح غندلې ده او مېرمن پلوسي یې په ولسواکۍضد تورنه کړې ده.

ډونالډټرمپ د سې شنبې په ورځ لېږلي لیک کې ویلي: “تاسو د دې سختې کلیمې یانې استیضاح اهمیت کم کړی دی”.

ټرمپ د دې ادعا له امله چې د سیاسي ګټو لپاره یې د اوکراین پر حکومت فشار راوړی، له استیضاح سره مخ دی.

ټاکل شوې ده چې د چارشنبې په ورځ ولسي جرګه کې د نوموړي داستیضاح طرحه تصویب شي، خو وروسته مشرانو جرګه یا سنا کې- چې د جمهوریپالو په لاس کې ده- ولسمشر ټرمپ محاکمه شي.

که دا طرحه ولسي جرګه کې رایه وګټي، ښاغلی ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button