ژباړه: عمران رسولي
د امریکا متحده ایالاتو د یو مشهور پوهنتون د زړه د ناروغۍ څانګی (Cardiology) په یوه مجله کی راغلی دی چی په نړۍ کی تر پنڅوس سلنه زیات وګړی خپل ژوند د زړه د ناروغۍ له امله ورکوی .
ددی ناروغۍ د مخنیوی لپاره د نورو درملو تر څنګ د تازه مرچکو خوړل خورا ګټور ِثابت شویدی. ښایی د تازه مرچکو په باره کی به مو ډیر څه لوستلی وی خو نوی څیړنکو په ایتالیا هیواد کي موندلي دی چې په منظم ډول سره د تازه مرچکو خوړل کولی شي د زړه ناروغۍ او سټروک ( دزړه ضربان) له امله د مرګ خطر کم کړي.
څیړونکو دغه څیړنه عملی اجرا کړی او د ۲۳۰۰۰ خلکو ترمنځ یی د مرګ خطر پرتله کړی دی چې ځینو یې مرچک خوړلي او ځینو یې ندي خوړلي.د برخه اخیستونکو روغتیایی حالت او د خواړو عادتونه په اتو کلونو کې وڅارل شو ،او څیړونکو وموندله چې د زړه له حملې څخه د مړینې خطر د هغو خلکو په منځ کی څلویښت سلنه ټیټ و چې لږترلږه یي په اونۍ کې څلور ځله مرچ خوړل .
څیړونکو د مولی سانی لابراتوار د موادو څخه استفاده کړی ده چی یاد لابراتوار د ایتالیا په سویلی برخه کی موقیعت لری او شاوخواه ۲۵۰۰۰ وګړی په کی په دندو بوخت دی .د مدیترانی روغتون مشوره ډاکتره او ددی څیړنی مخکښ لیکواله ماریالورا بوناکیو د زړه د ناروغیو د مخنیوی د پاره د مرچک خوړل ستایلی او ویلی یی دی چی دا یی غوره درملنه ده.
همدارنګه د ایتالیا هیواد د “انسبیریا پوهنتون” پروفیسره لایسیا ایوکویلو ویلی دی چی د تازه مرچکو خوړل نه یواځی په ایتالیه هیواد کی ګټور ثابت شوی تر دی مخکی د امریکا په متحده ایالاتو او چین کی هم خورا ګټور ثابت شویدی.د څیړنو ټیم اوس په پلان کی لری چې د بایو کیمیکل میکانیزمونو پلټنه وکړي چې مرچ زموږ د روغتیا ښه کوي پداسې حال کی چی بهرني ماهرانو هم د مطالعې ستاینه کړې ده.