کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته اوس ځينې سياسي شنونکي او کارپوهان وړاندوينه کوي، چې ښايي ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.
د کارپوهانو په اند که چېرې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون د شکايتونو له مخې د ځينو محلونو رایې باطلې اعلان کړي؛ نو ټاکنې دويم پړاو ته تللی شي او دا ځکه چې د اشرف غني د ګټلو رايو سلنه له ۵۰ لږ لوړه ده او د ډېرو لږو رايو په باطلېدو هم دا فصيدي رالوېدلی شي، چې بیا د قانون له مخې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.
د يادونې وړده، چې نن د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته ځينو نوماندانو د دې پايلو له منلو انکار کړی او ادعا یې کړې، چې ټاکنو کې درغلۍ شوي او ټاکنو کمېسيون د دوی غوښتنو او اندېښنو ته پاملرنه، نه ده کړې.

















