کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
هندوستان میشتو زرګونو مسلمانانو پرون یوځل بیا د هند حکومت لخوا د دوی پر ضد د منل شوي قانون خلاف لاريونونه وکړل.
دا لاریونونه وروسته ترهغه پیل شول چې هندي حکومت دمسلمانانو خلاف یوه پارونکې تعصبي پریکړه وکړه.
تر دې دمه په لاريونونو کې ۱۷ تنه مړه شوي دي.
د هند حکومت څه موده مخکې يو قانون تصویب کړ چې په اساس يې هندوان، سیکان او د نورو دينونو خلک کولی شي هند ته له کډه کېدو وروسته د هند تابعيت واخلي خو مسلمانان نه شي کولی.
هندوستان کې دا مهال له دوه سوه مليونه زیات مسلمانان اوسېږي او دا قانون یې د هندي اوسېدونکو په توګه د مسلمانانو په وړاندې له تعصب او کرکې ډک قانون بللی دی.
د هندوستان او چین په ګډون یو شمېر هیوادونو کې وخت ناوخت دمسلمانانو خلاف تعصبي قوانین تصویبیږي، دوی غواړي په همدي توګه مسلمانان مظلوم وساتي تر څو دحاکمیت ګدۍ تر لاسه نه کړي.


















