(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۵، پنجشنبه)
د ګډ حکومت اوسمهالی ولسمشر اشرف غني نن د مرغومي په ۵ نيټه د بدخشان ولايت مرکز فیض اباد ته تللی دی.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي سره په دغه سفر کې د وزيرانو په ګډون یو پلاوی هم ملګرتيا کوي.
خبرپاڼه زياتوي، اشرف غني به په فیض اباد کې یو شمير ټولګټې پروژې پرانيزي.
ځايي خبري سرچينې وايي، نن پنجشنبه په فيض اباد ښار کې امنیتي تدابير سخت شوي، ډيری هټۍ بندې او د خلکو تګ راتګ تر پخوا کم تر سترګو کيږي.
اشرف غني د ولسمشرۍ انتخاباتو مخکې په ځينو ولايتونو کې پخوا پرانيستل شوې پروژې د دوهم او درېيم ځل لپاره د پرانيستې مراسم ترسره کړه.


















