د پښتونخوا له حکومت د عمران خان غوښتنه؛ افغانان له سختو حالاتو تیریږي مرسته ورسره وکړئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” پر خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د زلزلې له امله په اوښتو ځاني او مالي زیانونو ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.
ښاغلي خان د پښتونخوا له ایالتي حکومت یې غوښتي چې افغانان له سختو حالاتو تیریږي مرستې ورسره وکړئ.
باید وویل شي چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او د وروستیو راپورونو له مخې د مړو شویو کسانو شمېره ۱۵۰۰ ته رسیدلې او سلګونه نور ټپیان دي.



