کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
له اوکراین څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې تر خونړيو جګړو وروسته روسي ځواکونو د یاد هیواد د ختیځ “سیورودونیستک” مهم او ستراتیژیک ښار په مرکزي سیمو ولکه کړې ده.
اوکرایني رسنۍ وایي، چې روسي ځواکونو نن چهارشنبه، د جون په ۲۲ مه نېټه هغه درې پلونه په نښه او ویجاړ کړي، چې یاد ښار یې د پلازمینې کېیف په ګډون نور هیواد سره وصل کړی و.
په ورته مهال “نیویارک ټایمز” خبر ورکړی، چې روسي ځواکونه پر مخ روان دي او ښایي په راتلونکو څو ورځو یا اونیو کې د اوکراین ختیځ په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي.
باید وویل شي چې د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” یوځل بیا په اوکراین کې د عملیاتو د دوام خبره کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی که اوکرایني پوځیان جګړې ته دوام ورکړي وبه وژل شي.


















