کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د تېلو نرخونو لوړونکو اشخاصو د تجارتي جوازونو په اړه به جدي غور وکړي.
د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت ملاعبدالغني برادر خاص سکرتر عبدالله عزام په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې دوی د تېلو د نرخونو بې ساري لوړوالي اړوند راپورونه ترلاسه کړي زياتوي د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل ارتکاب کوي.
ښاغلي عزام لوکلي، چې د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.
نوموړی وايي، د ادعاءاتو د ثبوت په صورت کې به له عاملینو سره سخت قانوني چلند وشي او د تېلو د تجارتي جوازونو په اړه به یې هم جدي غور وشي.
دا په داسې حال کې ده، په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې د ډېزل او پټرولو بیې په بېساري توګه لوړې شوي دي.
نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې د یو لېټر ډېزلو بیه ۱۱۸ افغانۍ او یو لېټر پټرولو بیه ۸۶ افغانۍ وه.
موټر چلوونکي چې زیاته برخه یې ټکسي چلوونکي دي وايي، د تیلو د بیو لوړېدو یې کاروبارونه زيانمن کړی دی.
















