تاریخي الماس / آیا تاسو خبر یاست ؟؟؟
نجیب اللّٰه عادل
د برطانوې ملکهِ اِلیزبِت په تاج کې لګیدلې دغه دواړه قیمتي الماس (غمیان) د مسلمانانو شخصي ملکیتونه دي چې له غرناطه او هندوستان څخه غلا شوې دي
په انځور کې دغه سور رنګ والا غمٸ په هسپانیا (اندلس) کې د بنو امیه خ.لافت جنرال سلطان ابو الولید اسماعیل له تاج څخه غلا شوﺉ ده، د (غرناطه) نامتو حکمران سلطان ابو الولید اسماعیل هغه اسلامي جنرال وو چې په 1320 میلادي کال باندي یې د (البیره) په تاریخې جګړه کې یؤ لک ع.یسایان جهنم ته واصل کړل، په تاج کې دوهم سپین رنګ والا نامتو الماس (کوهِ نور) بلل کېږي دغه تاریخي الماس هم نامتو اسلامي جنرال سلطان ظهیرالدین بابر له تاج څخه غلا شوﺉ ده، سلطان ظهیرالدین بابر په 1526 میلادي کال باندي د پانې پت په جګړه کې له تاریخي فتحې وروسته په برِصغیر هندوستان کې د (مغل اسلامي سلطنت) تهداب کیښؤد
کوهِ نور الماس د بېلابیلو پاچهانو څخه هندوستان ته رسیدلی، د 1849میلادي کال په جګړه کې انګریزان په هندوستان باندي قابض شول او دغه قیمتې الماس یې له غلا کولو وروسته برطانیا ته انتقال کړ، د مسلمانانو شخصي ملکیت دغه دواړه قیمتې او تاریخي غمیان تر نن تاریخه پورې د برطانوې ملکهِ الیزبت په تاج کې مسلمانانو ته فقط د پیغور لپاره لګیدلې دي.

















