کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په امريکا کې د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په رسم ګذشت وسله وال برید ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد د امريکا په شيکاګو ايالت کې نن دوشنبه د جولای په «۴مه» نیټه سهار شاوخوا لس بجې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې پروګرام د پيلیدو څخه لګ مخکې ترسره شوی دی.
پوليس وايي، د بريد په ترڅ کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان دي.
د بريد څخه وروسته د رسم ګذشت مراسم لغوه شوي او خلک د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
تر اوسه بريدګر نه دی نيول شوی او پوليسو خلکو ته اعلان کړی چې له خپلو ځايونو ونوځي چې د بریدکونکي د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.
















