کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د سعودي عربستان چارواکي وایي چې، ۳۰۰ حاجیان یې د ناقانونه کړنو د ترسره کولو په تور نیولي او سل زره نور یې د حج په مراسمو کې له ګډون راګرځولي دي.
په سعودي عربستان کې د مکې مکرمې د امنیت او تنظیم مسوولین وایي چې شاوخوا ۳۰۰ عربان یې چې له نوملیکنې پرته او په غیر قانوني توګه یې د حج په مراسمو کې ګډون کاوه نیولي او تر ۳ زره ډالرو پورې یې جریمه کړي دي.
په ورته مهال د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت سرچینې وایي ،چې امنیتي ځواکونو شاوخوا سل زره نور هغه عربان چې په څلوېښت زره موټرونو کې د مکې پر لور روان وو، راګرځولي او مکې مکرمې ته یې د تګ اجازه نه ده ورکړې.
د چارواکو په خبره چې د حج په مراسمو کې د خورا ګڼې ګوڼې له امله اضافي کسانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.
باید وویل شي، چې د مکې مکرمې سپیڅلی ښار همدا اوس د شاوخوا یو میلیون حاجیانو کوربه ده چې دا شمېر خلک وروسته له دوو کلونو د حج په مراسمو کې ګډون کوي.
















