د امریکا ادعا: روسیه له ایران څخه ډرون الوتکې اخلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

امریکا وایي روسیه له ایران څخه د ډرون نظامي الوتکو د پېرلو پلان لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار “جک سلیوان” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې ایران غواړي د اوکراین جګړې د ګټلو لپاره روسیې ته نظامي ډرون الوتکې ورکړي او دوی ترې په هوایي بریدونو کې کار واخلي.

د نوموړي په خبره ددې الوتکو شمېر سلګونو ته رسېږي او ایران روسیې ته د یادو الوتکو د ورکولو پلان لري.

سلیوان ایران ته ګواښ کړی،چې د ورته اقدام په صورت کې به له سختو فشارونو سره مخ شي.

باید وویل شي چې ایراني او روسي چارواکو تر دې دمه د امریکا د وروستیو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو روسیې وړاندې تر دې دا ډول تورونه رد کړي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button